Lmar web

څلوريځې

31.10.2009 20:03

درځئ چي مړ كړو اور له وطنه
زياتي جوړ نه كړو ګور له وطنه
نور را پرې نه ږدو پردي تورمخي
نور و نۀ باسو ورور له وطنه

ځئ را ستانه كړو وروڼه له جنګه
چي خپله خونه بيا نه كړي ړنګه
چيغه به وكړو او په اشر به
جوړه كړو مېنه، له مينې دنګه

راسره دوى كه تل دوښمني كړي
راسره وروڼه خپت(۱) په بدي كړي
موږ به تېره كړو د مينې توره
چي د دوى كركه وړ د مرګي كړي

چي خوشالۍ ته مو خلك اړ وي
تر دې به څومره د سزا وړ وي؟
نوم د خندا هم ورڅخه هېر دى
د تودو اوښكو يې تل باجړ(۲) وي

درځئ چي پرې كړو هغه لاسونه
چي راوړي كور ته زموږ اورونه
كندهار، كوټه، كابل به خاندي
نه پېښور كې به چوي بمونه

له امو واخلې، تر اباسينه
دوښمن اوبېږي زموږ په وينه
ناورين تر څو به زموږ مېلمه وي
مرو به تر كومه په داسې مړينه

ته كه هوس كړې په خپل لاهور كې
ما خو هم پرېږده ارام په كور كې
كه دي نيت كړى ضرور مي وژنې
ستا به هم سوځي كور په دې اور كې

باركوال مياخېل

(۱) خپت: اخته، ښكېل.  (۲) باجړ: ووړ باران، پسته اور.

سباوون ځاځی 01.11.2009 15:34

میاخېل صاحب دسباوون ځاځي غریبانه سلامونه ومنه گرانه
ستا خوږ غږ خو دازادي راډیو نه اورم کله کله، خوستا تصویرمي کله
هم لیدلی نه و، او س ستا دتصویر په لیدو ډېرخوشحاله شوم
او ښکلې ځلوریځې دي لیکلي، په گوتو دي برکت شه
ستاسو دلا بریالیتوب په هیله

(په درنښت)

سباوون ځاځی کابل!

سباوون صاحب زما سلامونه هم ومنئ

زه نه پوهېږم چي زما ږغ به ريښتيا هم خوږ وي كه نه، خو دا چي پر تاسې باندې زما ږغ خوږ لګېږي دا ستاسې لورېينه ده، خداى مو تل خوشاله او بريالي لره. زما پورتنۍ څلوريځې زما له خپل ولس سره د مينې او خواخوږۍ درد او څړيكې وبولئ، چي تاسې ته ښې ښكاره شوې دي له نظر څخه مو منندوى يم.

ستاسې ورور

باركوال مياخېل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
۱۵۸