Lmar web

غوسه، زيانونه، پايلې او درملنه يې

23.07.2009 11:07

ډېر ژر په غوسه كې راتلل يوه داسې زيانمنه ناروغي ده، چي په هغه كې انسان پر خپل نفس ګرفت نه شي تر لاسه كولاى، بلكې زيات وخت د غوسې په حال كې لـه خپلې ژبې يا خپل لاس څخه چاته زيان ورسوي، بيا د غوسې تر سړېدو وروسته هغه لـه پښېمانۍ او شرمندګۍ سره مخامخېږي او لـه نورو هغه كسانو څخه چي دى ورته په غوسه شوى وي، بخښنې غوښتو ته اړ كېږي، خو پر غوسه باندې په ګرفت موندلو سره انسان لـه دغو ټولو مصيبتونو او پرېشانيو څخه ژغورل كېداى شي، همدغه غوسه په اصل كې د ټولنې د بنسټونو په زيانمنولو او په هغه كې د بېلوالي او اختلاف پيدا كولو لامل جوړېږي، ګنې نو نور كوم هغه شى دى، چي زموږ په ټولنه كې دي بېلوالى پيدا كړاى شي او د هغې د اخلاقياتو په تباه كولو، كركې او بدبينۍ خورولو، سره بېلولو او د خانداني، ټولنيزو او سيمه ييزو اړيكو د شلولو لامل دي جوړ شي.

دا خبره پر خپل ځاى سمه ده، چي د هر انسان طبعه لـه كوم بل چا څخه بېله وي، چاته غوسه ډېره ژر ورځي او چاته بيا په ځنډ سره ورځي، چاته غوسه كمه ورځي او چاته بېخي ډېره غوسه ورځي، نو موږ كولاى شو چي په هڅه كولو سره پر خپل نفس باندې په ګرفت موندلو او په خپل داخل كې په غوره ځانګړنو او ښېګڼو پيدا كولو سره انسان د غوسې لـه تباكاريو څخه وژغورو، ځكه چي د وينا ښه والى او زغم هم په هڅه كولو سره په انسان كې پيدا كېدلاى شي.

#  غوسه څه ته وايي ؟

غوسه د انسان په خټه (طبيعت) كې مېشت هغه بدلون ته ويل كېږي، چي د زړه د وينې لـه جوش او فشاره پيدا كېږي او لـه دې څخه موخه د زړه درملنه كول دي. د غوسې دا لنډكى تعريف علامه جرجاني كړى دى، او امام راغب هم د غوسې لنډ تعريف په دغو ټكيو كې كړى دى " د بدل اخيستنې لـه ارادې څخه په زړه كې جوش او جذبه پيدا كېدل غوسه وي".

#  د غوسې ډولونه :

د غوسې درې ډولونه دي : افراط ( زياته غوسه)، تفريط (كمه غوسه)، اعتدال ( برابره غوسه).

افراط ( زياته غوسه) :- افراط دا دى چي غوسه د انسان پر طبيعت باندې دومره اغېزناكه او خپره شي، چي هغه لـه دين او ايمان، عقل او شعور او حواسو څخه بې برخې كړي، په داسې حال كې د انسان په داخل كې نه د پوهې بصيرت پاته شي او نه هم د غور او فكر كولو واك او صلاحيت.

تفريط (كمه غوسه) :- تفريط دا دى چي د انسان په داخل كې د غوسې مساله يو مخ  وركه وي يا بېخي كمه او د ټيټې كچې وي، دا هم يو د غندنې وړ او د ملامتېدو حالت دى، د داسې كس په هكله ويل كېږي، چي په هغه كې شرم، ننـګ او غيرت هم نه شته، د امام شافعيþ وينا ده چي : " كوم چاته چي غوسه ورشي او بيا هم هغه په غوسه كې رانه شي، هغه خر دى"، ځكه چي په داسې شخص كې نه د غيرت څه ماده وي او نه هم د عزت احساس، بلكې هغه د شرمندګۍ او ټيټتوب په زغملو خوشحاله وي.

اعتدال (برابره غوسه) :- اعتدال د غوسې برابره او د ستاينې وړ درجه ده، چي په دې كې انسان دې خبرې ته په تمه وي، چي كله به دى د عقل او دين لـه خوا دا اشاره تر لاسه كړي، چي د هغه غوسه لكه اور راوپارېږي او په هغه كې ننـګ او غيرت راويښ او بيداره شي او چېرې چي قناعت او زغم ته اړتيا وي، هلته د غوسې پر اور باندې د زغم اوبه توى كړي، يانې انسان بايد د برابر او منځني چلند او اعتدال خوښونې د دغې لارې څارونكى واوسي، د كومې چي الله تعالٰىö خپلو بندګانو ته حكم كړى دى.

لنډه دا چي ښه او د ستاينې وړ غوسه هغه وي، چي د دين، عزت، شتمنۍ او... د ساتنې او ژغورنې لپاره د اللهö او رسول÷ لـه نامنونكو خلكو څخه د بدل اخيستنې لپاره وي، د نبي كريم÷ هم همدغه حال و، چي ده مبارك÷ به د خپل ځان لپاره لـه چا څخه بدل نه اخيست، خو كله چي به د اللهö د ستر ذات محرمات د ده په وړاندې غندل كېدل، نو نبي÷ به ډېر په غوسه او خښم كېده، لكه څنګه چي سيده عايشه صديقه وايي : " رسول÷ كله هم د خپل ځان لپاره لـه چا څخه غچ نه و اخيستى، خو كله چي به د اللهö لويي غندل كېده، نو ده به يواځې د اللهö د رضا لپاره غچ ترې اخيست".  ( بخاري، كتاب الادب، حديث 6126)

# د غوسې زيانونه :

غوسه د اور د بڅركي (سپرغۍ) غوندې ده، چي د انسان د زړه په تل كې داسې پټه وي، لكه تر ايرو لاندې چي سكروټې پټې وي، ډېرى وخت غوسه ټولـه شر وي، بلكې د زړه د خوځښت او فشار د بندېدو لـه امله د مرګ سبب هم جوړېږي او ډېر وخت د بېخي زيانمنې ناروغۍ څرك هم ترې ثابتېږي. د مثال په توګه د دوښمنانو د خوښۍ او حاسدانو او ناوړه خلكو په وينا د دوستانو خوابدي كول او پر هغوى ملنډې وهل، د غوسې د زيانمنېدو تر دې لوى دليل نور څه وي، چي يو ځل نبي كريم÷ ته يو سړى راغى او ورته ويې ويل چي ماته څه نصيحت وكړه، نو نبي÷ هغه ته وويل : " غوسه مه كوه!" نبي÷ بيا- بيا همدغه جمله ورته تكرار كړه، چي غوسه مه كوه!".  (بخاري، كتاب الادب، حديث 6116).

په يوه روايت كې خو داسې راغلي دي، چي هغه سړي ورته وويل، ماته څه را زده كړه او تعليم راكړه، خو زيات دي نه وي، چي زه بيا هغه په ښه توګه زده كړم، نو نبي÷ ورته وويل، غوسه مه كوه! ". ( ترمذي، كتاب البروالصله، حديث 2020).

د "غوسه مه كوه" دوې ماناوې دي، يو خوا دا چي د نبي÷ موخه هغه ته دا حكم وركول و، چي هغه بايد هغه توكي خپل كړي، چي د ښو اخلاقو، زړسوي، بخښنې او سخاوت، سپېڅلتيا او خاطر، نرمې طبعې، او عجز و خاكسارۍ غوندې غوره ځانګړتياوو او ښېګڼو لامل وي، ځكه چي انسان لـه دغو غوره ځانګړنو او صفاتو برخمن وي او دا  چي دده په عادتونو كې ګډ شي، نو بيا د غوسې د لـه منځه وړلو او پر هغې باندې ګرفت موندل د هغه سړي لپاره اّسان شي. دويمه مانا يې دا ده چي لـه هغې څخه يې موخه هغه ته دا تعليم وركول و، چي كه كله هم تاته غوسه در شي، نو د هغې د عملي كولو او پر ځاى كولو پر ځاى د هغې د ختمولو او لـه منځه وړلو لپاره لـه خپل نفس سره مبارزه وكړئ، ځكه غوسه چي كله پر انسان باندې غالبه شي او هغه په خپلو منګولو كې ټينـګ كړي، نو بيا هغه د ډېرو كارونو كولو او ډېرو نه كولو ته اړ باسي، حضرت عمرü ابو موسٰى اشعريü ته دا نصيحت كړى و، چي لاتحكم بين اثنين وانت غضبان " د غوسې په حال كې د منځګړيو تر منځ فيصله مه كوئ". (ليكوال عبدالرزاق 8/ 300).

او لـه پخوانيو مشرانو څخه د يو چا وينا ده چي : " انسان چي كله په غوسه كې وي، نو تر ټولو زيات د خداىö غضب او قهر ته نيژدې وي" او د يوه پوه وينا ده چي : " الله تعالٰىö غوسه لـه اوره جوړه كړې او د انسان په خټه (طبيعت) كې يې اخښلې ده، نو كله چي لـه كوم لامل څخه د انسان په طبيعت كې توندوالى پيدا شي، نو د غوسې اور يې په داخل كې ژبغړاند شي، حتٰى چي د انسان څېره او سترګې هم لـه وينو ډكې شي". (فتح الباري 10/ 520).

يو چا ريښتيا ويلي دي : " غوسه د تېزې هوا په ډول ده، چي د انسان د عقل او پوهې بل څراغ ور و وژني، كه يوې خواته د غوسې تاوانونه ډېر دي بلې خواته د غوسې زياتوالى انسـان لـه ډېـرو نـورو بـدني ناروغيو سره هم مخامخوي، زياته غوسه د انسان په اعصابو كې خپګان او كلكوالى پيدا كړي او د هغه په حواسو كې ټينګښت او استقلال پاته نه شي، چي د هغه په پايله كې د انسان د ټولنيزو اړيكو ځنځير ټوټې- ټوټې شي.

#  د غوسې زيانمنې پايلې :

د غوسې زيانمنې پايلې خو ډېرې دي، موږ به يې په لنډه توګه ځينې بنسټيزې پايلې ذكر كړو.

1-  په غوسه كولو سره د سړي په زړه كې كركه او بدبيني و زېږي.

2-  د غوسه كوونكي كس لـه خلكو څخه كركه او لـه هغوى سره يې دوښمني پيدا شي.

3-  سپكې سپورې، ښكنځاوې او ناوړه خبرې يې په عملي توګه لـه خولې څخه راوځي.

4-  انسان د جګړې، دوښمنۍ او بېلېدنې شومه شي.

5-  مېرمنې ته طلاق وركړي، چي وروسته پر هغه باندې خپله شرمنده او پښېمانه شي.

6-  انسان وهل كوټل او زياتوب كوي او ډېرى وخت هغه خوني (قاتل ) هم شي.

7- په غوسه كې انسان كله- كله د خپل ځان، خپلو اولادونو او مال و شتمنۍ لپاره بددوعا وكړي او ډېرى وخت هغه د دوعاقبلېدنې وخت وي او د هغه دوعا قبوله شي.

8-  په غوسه كې انسان كله لوړه (سوګند) وكړي او د غوسې په حال كې كړې لوړه د پوهانو په وينا سهي ده،  چي وروسته به بيا د دغې لوړې كفاره وركوي.

9-  ډېرى وخت غوسه انسان د كفر تر حده پورې رسوي.

#  د غوسې لاملونه :

د غوسې ډېر لاملونه دي، چي موږ يواځې يو څه دلته ذكر كوو.

# كبر او لويي #  ځان خوښېدنه #  ناوړه خبرې كول #  خندا او په چا پورې پوزخند يا ملنډې كول #  د دونيا مينه #  ځينې ناپوه خلـك غوسه ځواكمنتيا، زړورتيا او مېړانه ګڼي او غوسه كېدل يو ښه او د ستاينې وړ صفت ګڼي.

د غوسې لاملونه خو ډېر دي او د هر سړي د طبيعت لـه پلوه بېلا بېل دي، نو انسان ته په كار ده چي هغه تل په خپل طبيعت كې اعتدال پر ځاى او دوامداره وساتي او چي كوم كارونه د هغه د غوسې لامل جوړېږي، لـه هغه څخه بايد ګوښه واوسي او د خپل دين او نفس ساتنه وكړي.

#  د غوسې درملنه :

په دې برخه كې تر ټولو بنسټيزه خبره چي د ياد لرلو وړ ده، دا ده چي تر څو پورې په انسان كې د غوسې كوم لامل موجود پاته وي، تر هغو پورې دى لـه دې څخه خپلې غاړې نه شي خلاسولاى. د غوسې درملنه دا ده چي انسان د غوسې لاملونه ختم كړي، په خپل داخل كې هغه صفتونه او ښېګڼې پيدا كړي، چي د دغو لاملونو ضد دي، كبر او غرور پرېږدي، خاكســاري او عـاجزي خپـله كړي، ځان خوښېدنه لـه خاورو سره ګډه كړي او خپل وجود او تشخص وپېژني او پر خپل تخليق باندې غور وكړي، پر نورو بېځايه او ناوړه ملنډې پرېږدي، سپكې ويناوې پرېږدي، حقيقت خوښېدنه خپله كړي، شرم پلورنه او د نورو بېځايه تنګول بېخي ناوړه او بدرنګه چلند وګڼي او لـه هغه څخه لاس واخلي او د دونيا لـه مينې د خپل زړه او دماغ د ډكېدلو پر ځاى بايد هغه ځان لـه دغو كارونو و ژغوري.

لـه دې پرته د غوسې د درملنې او مخنيوي لپاره لاندينۍ طريقې هم بېخي د ارزښت وړ دي :

1-  انسان بايد خپل حقيقي خالق او څښتنö تل ياد ولري، چي د هغه په زړه كې د خداىö وېره او ترهه پيدا شي او چي همدغه وېره هغه د خپل ستر څښتنö مطيع او منونكى جوړ كړي په دا ډول سره د انسان غوسه ختمېدلاى شي، د الله تعالٰىö فرمان دى واذكر ربك اذا نسيت (الكهف 24). " تاسې چي كله هم ځان هېر كړئ، نو خپل رب ياد كړئ ".

عكرمه وايي : " ددې مانا دا ده چي كه كله هم تاسې په غوسه شئ، خپل ربö يادوئ". الله تعالٰىö د عبادتكوونكيو لـه صفتونو څخه يو صفت دا هم ښوولى دى " والكاظمين الفيظ والعافين عن الناس والله يحب المحسنين (اّل عمران 134) هغوى غوسه سړوونكي او د خلكو بخښونكي وي او د خداىö داسې نېك خلـك خوښ دي.

بل ځاى د ستر څښتنö فرمان دى " حذالعفو وامر بالعرف واعرض عن الجاهلين (الاعراف 199) بخښنه او زغم خپل كړئ، د ښو كارونو حكم وركړئ او لـه جاهلانو مخ واړوئ.

2-  انسان ته په كار ده چي هغه دغه آيتونه او حديثونه په خپلو ذهنونو كې وساتي، غور او فكر پر وكړي، چي د غوسې د سړولو، بخښلو او زغم د خپلولو ګټې او ارزښت پكې رابرسېره كېږي. ابودرداءü وايي : ما ورته وويل چي اې د خداى رسوله! ماته داسې يو عمل راوښيه چي هغه ما جنت ته بوځي. نبي÷ ورته وويل : " غوسه مه كوه، ستا به جنت په برخه شي". (طبراني 2/ 261).

3-  انسان بايد خپل نفس د خداىö لـه ګرفت او راټينګولو څخه ووېروي او دا خبره په خپل ذهن كې وساتي، چي كه چېرې ماته پر دې انسان باندې غوسه راځي او زه هغه په خپل ګرفت كې راولم، نو زما خداىö تر ما زيات پر دې خبره قادر او ځواكمن دى چي هغه ما په خپل ګرفت كې واخلي او كه چېرې ما دې انسان ته غوسه وكړه، نو د قيامت په ورځ به زه هم د خداىö لـه غوسې او غضبه پاته نه شم.

4-  د كركې، دوښمنۍ او غچ اخيستنې د بدې پايلې وېره په خپل ذهن كې وساتئ او دا خبره مه هېروئ، چي زموږ په خپلمنځي اختلافاتو او جګړو باندې زموږ دوښمنان خوشحالېږي.

5-  اعوذ بالله من الشيطٰن الرجيم وواياست، سليمان بن صردü وايي چي يو ځل موږ لـه نبي÷ سره ناست وو، چي د نبـيö مخ تـه دوو كسانو يو بل ته سپكې خبرې او ښكنځاوې كولې، د يوه خو دا حال شو چي لـه غوسې څخه يې مخ سور واوښت، نبي÷ ورته وويل

زما يوه داسې كلمه زده ده، چي كه هغه دا سړى ووايي، نو غوسه به يې ختم شي، هغه دا ده چي اعوذ بالله... ويې وايه!، خلكو دې سړي ته وويل " آيا ته نه اورې چي نبي÷ څه درته وايي ؟ هغه وويل زه لېونى خو نه يم. (بخاري، كتاب الادب، حديث 6115).

6-  چي كله انسان ته غوسه ورشي، نو خپل حالت او كيفيت دي بدل كړي، يانې كه ولاړ وي، نو دي كښېني او كه ناست وي، نو دي پرېوځي او بله دا هم چي كه غوسه ورشي، نو اودس دي وكړي يا لږ تر لږه په پوزه دي اوبه سوڼ كړي.

7-  پټه خوله دي پاته شي، دا د غوسې د مخنيوي يوه ډېره ښه او غوره درملنه ده او دا د نبي كريم÷ خوښه كړل شوې درملنه ده، د نبي÷ وينا ده : " چي كله چاته غوسه ورشي نو هغه دي پټه خوله پاته شي".  ( مسنداحمد  2029)

د دې لامل دا دى چي د غوسې په حالت كې د انسان لـه خولې ډېرې داسې خبرې ووځي، چي د لا زياتې غوسې لامل كېږي، يا هم د غوسې تر سړېدو وروسته انسان پر هغه شرمنده او پښېمانه كېږي او كه په غوسه ورتللو سره پټه خوله شي نو لـه دې شره ځان ساتلاى شي.

8-  په غوسه كېدلو سره سمدستي انسان بايد په خپل ذهن كې دا خبره راوګرځوي چي د غوسې تر ختمېدلو وروسته به زه شرمنده او پښېمانه كېږم.

9-  دا خبره ياد ولرئ چي په بخښنې او زغم سره به د خداىö لـه لوري ماته اجر او ثواب راكول كېږي، په داسې كړنې سره انسان خپل نفس ته ډېره ژر ماتې وركولاى شي، د نبي كريم÷ فرمان دى : " زړور او غښتلى هغه سړى نه دى، چي خپل مقابل لاندې راوغورځوي او غچ ترې واخلي، بلكې غښتلى هغه دى چي د غوسې پر وخت خپل نفس په ګرفت كې واخلي، يو چا ښه ويلي دي " د غوسې پر وخت خو د انسان د صبر او زغم درك لګېږي".

10- انسان بايد دا فكر وكړي چي د غوسې لـه امله زما شكل څومره بدرنګه شي، كه چېرې د غوسې په حالت كې هغه خپله څېره په هينداره كې وګوري، نو د خپلې بدرنګې څېرې په ليدلو سره به هغه ته شرم او حيا ودرېږي.

په هر حال د غوسې د مخنيوي درملنه په اصل كې دا ده چي انسان هغه مهال بايد په غوسه شي چي واقعتًا سهي وي، بې موقعې بايد سړى په غوسه نه شي، ځكه چي بې موقعې په غوسه كېدل سراسر بې عقلي او ناپوهي ده، نو موږ بايد دا باور ولرو چي غوسه د انسان لپاره تر ټولو لوى تباه كېدونكى شى دى، او ياد ولرئ چي د ستايلو وړ غوسه يواځې هغه ده، چي تش د الله تعالٰىö د رضا لپاره وي، رسول÷ به تل دا دوعا كوله چي " اللهم اني اسالكه كلمة الحق فى الغضب والرضا " اې خدايه! زه لـه تا څخه غوښتنه كوم چي د غوسې او خوښۍ دواړو په حال كې زما په ژبه د حق كلمه راولې".         

                                                                      پاى

                                                                                    ليكوال   : شيخ عبداللطيف بن ابراهيم الحسن

                                                                                                ژباړه   : باركوال مياخېل – كوټه


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
۱۵۸