غزل / حافظ رحمت نيازى - كوټه
04.07.2009 10:31
چي په بل باندې ځان وخوري تر بل جار شي
په سړيو كې هغه سړى د كار شي
موږ ليدلي دي يارانو ځينې خلك
د خپل سر سلامتي غواړي او ګار شي
د ولس درد وي را غونډ مي وي په زړه كې
چي تر خولې دباندې راشي نو اشعار شي
پروا نه لري كه كر د ګلو نه كړې
"اغزي مه كره په پښو كې به دي خار شي"
كله- كله روغ جهان وړم پر سر باندې
كله- كله دا خپل ځان راباندې بار شي
دا پر موږ ولې روڼا نه شي حافظه!
چي غرمه شي، يا ماښام شي يا سهار شي


















