Lmar web

افضل شوق; د ژوند او مينې شاعر // باركوال مياخېل

18.08.2011 18:02

                           اوس خو مي خپل خوشمړى روح هم د الوت په تمه

                                   د مـــرګ و خـــواتـــه لـنـــډوي د دې وخـــتـونــو مـــزل

 

افضل شوق

د ژوند او مينې شاعر

 

افضل شوق له ژونده سره ډېره افضله مينه او شوق درلود، په همدې مينه پسې را وتلى وو چي د ژوند د ګلبشرې (شلېدلى امېل) بيرته وپېيي، په ډېره تنده او لېوالتيا د سوهېل ختيځې اسيا پر لور (اووه ګامه مزل) ورپسې وكړي، د اروپا په ساړه زړۀ كې (مزل په واورو باندې) هم ورپسې وكړي او (د لمر د كلي پر لور) هم ورپسې لاړ شي، له (پروني مخونه) سره د مينې په يو بل تړون خپلې معشوقې ته د خپلې مينې ريښتينې كيسه وكړي او ورته ووايي (په لټون ستا د څېرې د سلو يار شوم)، خو ژوند لكه بې پروا معشوقه په ډېرې ناشوقۍ هغه بې وخته له خپلې غېږې و ايست.

له فزيكي پلوه له موږه د بېل شوي شاعر افضل شوق ژوندۍ خبرې به هغه تر ډېره ژوندى وساتي، هغه ته د خپل ژوند ترخو تجربو او مشاهدو داسې خوږمن احساسات او ويښ فكرونه وركړل چي هغه يې د خپلې ټولنې د بدلون او انقلاب لپاره د شعر او ادب د كروندې يو سپېڅلى بزګر ثابت كړ. هغه په دې كرونده كې د مينې، عاطفې، بشريت او وفادارۍ داسې زړي و كرل چي هم يې د خپلو خلكو په زړونو كې د ژوند د مينې ګلونه را و ټوكول او هم يې د نړۍ د نورو ولسونو پام ور واړاوه.

شوق غوښتل په خپلو شعرونو كې نړيوالو ته خپل ولس ور وپېژني چي خلك يې پر ژوند مين، خواخوږي او مينه ناك دي او په پرديو ناوليو دسيسو، د اور د ببوزي غوندې د ننګيالي، توريالي او مېړني په نومونو پرديو جګړو ته هڅول شوي او پارول شوي دي. د ده ارمان دا وو چي څنګه د خپلو خلكو له لاسه پردى ټوپك او پردۍ توره وكاږي او د علم په وسيله يې د مينې او ورورۍ خواږه ژوند ته را وبولي.

شوق د ژوند تر پايه پر داسې يوه اغزنه لاره سفر وكړ چي نه پكې ستړى شو او نه يې غړي واچول، خو د دې سفر منزل ته د رسېدو ارمان يې- چي د پښتونخوا له ((تاندې وڼۍ)) يې را وړى وو، بيرته په هماغه ياغي خاوره كې- نيمګړى- نيمه خوا په خپل سپېڅلي زړه كې ورسره ښخ كړ. هغه ارمان دا وو چي په رنګ ځيږه خو په طبعيت خواږه خلك دي يې د نړۍ سيالان شي، څوك دي د خپلو شومو ارمانونو لپاره ژوند ورته دوږخ نه كړي، د ډوډۍ پر ځاى دي خپلې وينې په ونه خوري او نه دي په پردي اشر كې د شر كار ترې واخيستل شي. همدې فكرونو د شوق ژوند ډېر ناكراره او هيجاني كړى وو، د خپلو خلكو وروسته پاته ذهنيتونو، رواجي مفكورو او مجهولو كړو وړو ډېر ځوراوه، زموږ د ادبياتو پر هغو اړخونو يې ډېر بد ويل چي د انساني مينې او ژوند پر ځاى خلك جګړو او پاڅون ته پاروي، هغه په دې اختلاف كې شعرونه هم وليكل او نثرونه هم، د ژوند په وروستيو كې د هغه يوه مقاله (دَ پښتو ادب دَ لارې وَ ځوانانواديبانو ته يوپېغام، ( د نننيو ادبي رويو په تناظر کې) هم تر ډېرې پر همدې موضوع را څرخي، په يوه برخه كې يې ليكي:

" زه د ادب د يو ادنى قاري په توګه ګوته هغو ليکوالانو ته ضرور نيسم چې اورپاشي کوي.... هو، لکه ځينې شاعران چې دَ  سپېڅلي پښتون قام د بقا و رنځ ته نه يواځې بارود لوګی کوي بلکې د ننګ په نامه د انا په غال کې ځپل شوې پښتو د زخمونو د شفايابۍ دپاره يې دارو کوي هم، که څه هم  د قام او ملت په غم کې پړمخې پراته دغه خواخوږي ښه پوهېږي چې يوه دوستانه موسکا د جنګ  تر ټولوزورورو وسلو څخه هم يوه داسې  زوروره وسله ده چې  د زړونو او ذهنونو واک په نه وخت کې ترلاسه کولی شي، زه د يو آواره ګرد سېلاني پښتون په حېث د خپلو چکري مشاهدو په بنسټ دا خبره په يقيني توګه وړاندي کوم  چې تر څو پورې موږ مينه د انساني سوکالۍ دپاره عام نه کړو او سوکالۍ د انساني ښېګړې دپاره مرام نه کړو، نو انساني ښېګړه به د خوشحاله انساني معاشرت څخه دغسې د فرار لارې غواړي لکه دا نن چې يې موږ په ويښو سترګو خوبونه وينو، ګوا که څه ليکو په پښتو کې، خو تش پښتنو ته هم نه، بلکې ټولې نړۍ ته، هغه په دې چې موږ په لوی سر انسانان خو هم يو او په انسانيت دَ پښتون قام بقا".

همدې اختلافونو د ژوند تر پايه له خپلې روښانه مفكورې وانه ړاوه او نه يې داسې شعر يا نثر وليكه چي د ژوند له مينې او ريښتينې ملتپالنې يا نېشنليزمه پرته دي د چا ژبې، خاورې يا خلكو ته پكې سپكاوى شوى وي.

د افضل شوق د شعر او نثر بله ځانګړتيا دا ده چي هره خبره په ښكاره كوي، هغه څه چي په ټولنه كې يې ويني، احساسوي يې او فكر پرې كوي، د ريښتيني پيامبر په توګه يې وړاندې كوي، د ده پر سفرنامو باندې ځينې كسان دا نيوكه كوي چي ډېرې لوڅې خبرې يې په ډېره لوڅه ژبه كړې دي او دا نيوكه يې پر ځينو ازادو شعرونو هم كېږي. دلته ستونځه دا ده چي موږ ادبيات هم د رواجونو په چوكاټ كې بندول غواړو، ادبيات لكه عطر خوږبويي خپروي او هيڅ ډول بنديزونه نه مني، خو ځينې خلك چي له عطرو سره حساسيت لري، پر ځاى د دې چي خپل حساسيت يوه ناروغي وبولي، پر عطرو بد وايي. شوق رومانټيسيزم ته د ژوند او مينې د ريښتيني تصوير په سترګه كتلي او د يوه رياليسټ شاعر او ليكوال په توګه يې هر څه چي ليدلي او احساس كړي كټ مټ يې بيان كړي دي.

د افضل شوق د شعرونو لومړۍ ټولګه (شلېدلى امېل) چي شاوخوا درويشت كاله پخوا په ۱۹۸۸م كال كې چاپ شوې ده، نه يواځې د هغه وخت بلكې د اوسنيو ډېرو شعري ټولګو سرداره ګڼلاى شو. د شلمې مېلادي پېړۍ د وروستيو لسيزو د ګوتو په شمېر څو شاعرانو په منځ كې افضل شوق هم هغه شاعر وو، چي شعر يې د وخت له غوښتنو سره سمې، په تول پوره او داسې خبرې لرلې دي چي هم خوند لري هم پند، هم هنر، هم ژبې او هم شعري تخنيكونو ته پكې پام شوى دى، له بده مرغه زموږ اكثره شاعران دا ټولې ځانګړتياوې نه لري چي داسې شعر ووايي:

د خوشحاله ژوند په تمه کله چېرې کله چېرې
مړی بخت په اوږو وړمه کله چېرې کله چېرې
زه  یو  پاڼه،  وچه  پاڼه، د سیلۍ د مخې پاڼه
ځان د مرګ له پښو ساتمه کله چېرې کله چېرې

 

ذكر شوي بيتونه زښت زيات روان، خواږه او د مفهوم له پلوه ډېر اوچت بيتونه دي. شاعر د يو دربدره انسان ژوند انځوروي چي خوشالۍ ته اړتيا لري. په دويم بيت كې شاعر په ډېر مهارت او منطقي ډول ځان له پاڼې او مرګ له توپان سره تشبيه كړى، (ځان د مرګ له پښو ساتمه)، شاعر مرګ مجسم انځور كړى، چي يو څوك تر پښو لاندې كوي، په دغو بيتونو كې (مړى بخت) او (د مرګ پښې) تركيبونو د شعر تصويري اړخ غښتلى كړى دى. په دويم بيت كې د (پاڼې) درې ځله كارول د تكرار حسن د صنعت له مخې د بيت موسيقي او آهنګ زيات كړى دى. كه دا دواړه شاهكار بيتونه وبولو بده به نه وي.

 (شلېدلى امېل) تر ډېره د شوق د ژوند او د خپلې ټولنې دردونه راته انځوروي، په دې وخت كې لا شوق سېلانى نه دى او له خپلې كورنۍ مطالعې او مشاهدې څخه خپلو شعرونو ته تومنه وركوي، خپله مينه يادوي، د ژوند له ستړياوو، تڼاكو پښو-لاسونو، سلګيو، اوښكو او دردونو راته ږغېږي، چي هم د ټولنې منظوم تاريخ دى، هم ريښتيني حكايتونه:

لا مي مړ کړه لویه خدایه! لا مي کاڼی په وجود کړه
چي نه دغه زندګي وي او نه وي تنده او لوږه
د ناترسه وخت څاپېړې زما په مخ لګي او ژاړم
خود به ژاړم، چې مې اوښکې ماتوي  تنده او لوږه

 

پورتني بيتونه د يوې طبقاتي ټولنې د خلكو ژوند راته انځوروي، د شاعر كمال دا دى چي د وږيو او بې ډوډۍ خلكو د زړۀ ږغ يې په ډېره هنري بڼه په داسې درد بيان كړى دى چي هم شعري تنده ماتوي هم سړى يوې انساني غميزې ته متوجه كوي، دغو بيتونو يې د اجمل خټك (فرياد) نظم را په ياد كړ چي د لويو- لويو قدرتونو رب ته د خپل وږي او د دونياوي دوږخ په اور سوځېدلي ولس فرياد پكې كوي، دا ډول شاعري او په ټوليز ډول داسې ادبيات چي د خپل وخت دردونه انځوروي، تر هغو ادبياتو ډېر زورور وي چي ليكوال او شاعر پكې تش د خيالي نړۍ غيرمنطقي او غيرمجسم انځورونه وړاندې كوي.

لكه يو زورور واكمن چي غلامان يې په وړاندې څه نه شي ويلاى، شوق ځان د مينې مريى بللى دى:

دومره مجبور یم  چې غندلی نه شم ظلم د یار
د خپلې مینې د جذبو د مريیتوب د لاسه

 

په سلګونو د شعر ټولګې به وپلټو، هر شاعر به وايي (يار مي ظلم كوي، د جانان اداګانې مي قتلوي، په هجر مې وژني) خو شوق د خپل محبوب ظلم ته د يوۀ ظالم واكمن له ظلمه سره تشبيه وركړې ده. د دې بيت ښه والى په دې كې دى چي هم د جانان ظلم پكې په نوې بڼه بيان شوى او هم په غيرمستقيم ډول د ظالم حاكم ظلم ته اشاره شوې ده چي خلك يې مريان ساتلي وي.

شوق هڅه كړې ده چي شعر يې له ساده خبرو او تش رديف قافيې ور هاخواته نوي څه هم ولري، په ذهن كې يو نوى تصوير جوړ كړي او داسې څه ته په شعر كې نوې ساه وركړي چي په عادي ژوند كې تل د يوۀ كار لپاره كارول كېږي. لاندېنى بيت يې دليل دى:

د وصال په تمه یاره!  ورځې  شپې زما
د فراق په مېچن دومره مه اڼه

 

په مېچن كې شيان هڼل كېږي او مثبته استفاده ځنې كېږي، خو دلته مېچن د فراق لپاره د استعارې په توګه كارول شوې ده چي د شاعر او يار د وصال تر منځ شپې ورځې هڼي يا يې خوري، كېداى شي يو عادي شاعر ويلي واى چي د وصال په تمه مي ورځې شپې د فراق په غمو مه خوره، خو شوق نوې او منطقي خبرې كړې ده. په اكثرو بيتونو كې دې ته ورته له رواجي خبرو پرته خپلې خبرې كوي:

بیرته راغبرګه شي زما چیغه له هر لورې د غره
دا خپل احساس چې د ژوندون په تول مانده وګڼم

 

شوق كله كله ډېر باريك بين شي او ځينو له پامه لوېدليو شيانو ته يې پام شي. په غرۀ كې چي څوك په زوره چيغه وكړي بيرته يې ازانګه را غبرګه شي، شوق وايي كه څوك د ژوند لپاره سالم احساس ونه لري هره چيغه (دلته چيغه د ژوند د هرې هڅې په مانا دى) به يې بې نتيجې را غبرګېږي. شوق چي ډېر حساس او د عالي احساس څښتن شاعر وو، چيغې يې تر نړۍ ورسېدلې خو خپل ولس يې دغه چيغې وانه ورېدې.

تږې اروا یمه د ژوند، ما کې اوسېږي تنده
څومره چې زړه اوبه کوم، دومره زیاتېږي تنده

 

 (له كوهي چي څومره اوبه راخېژي هغومره ډېرېږي)، شاعر د تندې په اړه يو فطري واقعيت را اخيستى، ريښتيا هم د ژوند هره تنده په ماتېدو ختمېږي نه بلكې لا پسې زياتېږي. د شاعر د وينا مقصد دا دى چي انسان كه هر څومره موړ شي خو بيا به هم په زړه او اروا وږى وي.

د افضل شوق په شاعري كې ډېر داسې تركيبونه هم په نظر راځي چي د شاعر خپل جوړ شوي تركيبونه دي. په شاعري كې د تركيبونو او اصطلاحاتو خوند او ارزښت ډېر زيات دى، ځكه د سړي پام له عادي خبرو يوې بلې فكري نړۍ ته اړوي. تركيبونه كه په شعر كې وي، كه په نثر كې بايد په منطقي ډول وتړل شي، چي په ريښتيني ژوند كې يې تمه كېداى شي، نه داسې تركيبونه چي لوستونكي ته د شعر په مفهوم او خوند اخيستلو كې خنډ پېښ كړي. د شوق په شعرونو كې (ناترسه وخت، د باد اوږې، كچكولۍ سترګې، د وخت غاښونه، د مرګ پښې، پېغلې لمحې، د فراق مېچن، تورسرې تلوسې، د ژوند شونډې، د مراد چينه، د حسرت چينه) او داسې نور جالب او خوندور تركيبونه ليدلاى شو، يو بيت يې را اخلو چي دا ډول تركيب پكې تړل شوى دى:

چې مَړې مې کچکولۍ سترګې په دید وي
که دي بیا ملنګ د در یم، نوهم ښه یم

 

زموږ په شاعري كې وږې سترګې، تږې سترګې او تږي لېمه تركيبونه ډېر كارول شوي دي، خو (كچكولۍ سترګې) ډېر نوى تركيب دى، دا چي سترګو ته له كچكول سره تشبيه وركړل شوې او شاعر د خپل محبوب د ديدن په خيرات ځان ته ملنګ ويلي، خبره په نوي انداز شوې ده.

افضل شوق په شعر او نثر دواړو كې ځانګړى سبك درلود، د سوهېلي پښتونخوا د ګوتو په شمېر ليكوالو كې شوق هم يواځينى هغه ليكوال وو، چي نثر يې سوچه وو، هنري او ژبنۍ ځانګړتياوې يې لرلې، شعر يې هم د ځينو ځانګړتياوو پر بنسټ بېل رنګ درلود، د ازاد او معرى نظم سبك خو يې د موضوع د لنډون، رومانټيك او عشقي خيالاتو او د كلماتو د جوړښت له امله هم مشهور وو. ارواښاد سعيدګوهر د هغه د شعري سبك په اړه وايي:

"د ده اصل خوبي دا ده چې د ده په شاعرۍ باندي د هيڅ شاعر اسلوب حاوي نه ښکاري بلکې داسې محسوسېږي چې افضل خپل اظهار پخپل انداز او الفاظ کې کوي،  د تقليد در تقليد په دې شاعرانه ماحول کې زه دا د هغه لوی او د تعريف وړ جوهر ګڼم خو اسلوب يې تر اوسه د جوړښت په مرحله کې دی".

ارواښاد ګوهر دا خبره د شوق د شعرونو د دويمې ټولګې (په لټون ستا د څېرې) په سريزه كې كړې ده، خو زه فكر كوم چي شوق په خپله لومړۍ ټولګه (شلېدلى امېل) كې لا خپل جلا سبك لري، خو خبره د سبك په پېژندنه كې ده، د سبك په اړه بېلابېل تعريفونه دي، ځينې پوهان د ليك ځانګړي طرز ته، ځينې د كلماتو انتخاب او كارولو ته، ځينې د خيال او فكر ځانګړي بيان ته، ځينې څه او ځينې څه ته سبك وايي، د افضل شوق شعر د ځانګړې شاعرانه ژبې، رومانټيك خيالاتو، د كلماتو د جوړښت، تركيبونو، تشبيهاتو او ساده ژبې له امله هم په معاصرو شاعرانو كې بېل رنګ درلود.

ځګېروى لرم له دړده دوې شېبې په ارام نه يم
په ما كښې مسلسل كوي ماتم خوږمنې څړيكې

 

د شوق شعر موږ له دې امله هم پېژندلاى شو چي هغه تل غيرمجسم شيانو ته ژبه وركوي او د كلماتو د ظاهري مانا پر ځاى هغه ته خپله مانا وركوي، (په ما كې مسلسل كوي ماتم خوږمنې څړيكې)، شاعر په څومره شاعرانه هنر درد او څړيكو ته د ماتم نوم وركړى دى. د شوق په شعر كې د مينې او ژوند دردونه په داسې ژبه بيانېږي چي د لوستونكي فكر د يوې خيالي نړۍ پر ځاى واقعي ژوند ته  ور ګرځوي، مثلاً هغه تل تنده، لوږه، ځګېروي، سلګۍ، آهونه، تڼاكې پښې- لاسونه، ټكور، زخمونه او څړيكې يادوي او مينه په داسې بڼه يادوي چي هم پرې د معشوق د مينې تنده ماتېږي او هم له ژونده سره، له انسانانو سره د مينې درس راكوي، فكر كوم دغه شعري سمبولونه، فكري لورى او شاعرانه منطق  د افضل شوق د شعر سبك جوړوي.

نوميالۍ شاعره ډاكټره فريده هوډ سيفي د افضل شوق د شاعرۍ په اړه وايي:

"د شوق شاعري راته د طبعي ښکلا هنداره ښکاره شوه،  هغه هنداره چې انسان پکې د يوه زړه د تودې مينې او هيلو تصوير ليدای شي او دا تصويربرداري يا انځورګري په ښايسته ټکو او لوړ فکر داسې شوې ده چې لوستونکي يې لولي، نو يو ځای ته يې بوځي،  ولې هر تصوير ځانته يوه طبعي ښکلا او ډېرې ژورې معناوې هم لري، مطلب مې دا دی چې شوق د حقيقت پېژندګلوي او څېړنې، په شاعرۍ کې په ښه هنر کړي دي او ښکاري راته دا چې دغه شاعر ډېر ژور نظر او ژورفکر هم لري". ريښتيا هم شوق ژوره خبره په ډېرو ساده كلماتو كې كوي، خو په داسې توګه چي هنر او موسيقيت هم ورسره ګډ وي:

څوک په اوښکو، څوک په مینه، څوک د خپل وجود په وینه
بل  کړي هر څوک  څراغونه، چې د شپې  تیارې خورې شي

 

شاعر په شعر كې (شپه) د ظلم، استبداد او غلامۍ په مانا راوړې ده او څراغ يې د روښانه سباوون لپاره د استعارې په توګه كارولى دى، وايي كله چي د ظلم تيارې خپرې شي نو خلك مجبوره دي چي يا د اوښكو په تويولو، يا د مينې په قربانۍ او يا د تن په وينو د روښانه سباوون پر لور تګ وكړي.

د شوق په شاعري كې د ايهام د صنعت څرك هم ځاى ځاى وينو، له ډېرو شعرونو څخه يې غبرګې ماناوې اخلو، استاد اسدالله غضنفر د ايهام د صنعت په اړه د (نوې ښكلا) په نامه پخپله يوه ليكنه كې ليكي: " ايهام دې ته وايي چې شاعر په کلام کې داسې کلمه يا عبارت راوړي چې حد اقل يوه نيژدې او بله لرې معنا ولري او مخاطب په دوه کې حيران شي چې د شاعر مطلب به کومه معنا وه"، په هغه شعر كې چي د ايهام صنعت پكې كارول شوى وي، يوه ظاهري مانا ځنې اخلو او بله تشبيهاتي، سمبوليكه يا استعاراتي مانا.  يو بيت را اخلو:

اور اور بدن هم په دې خيال سي يخه واوره زما
چي كله ځان د لمر لالي سړه سايه وګڼم

 

په دې بيت كې د لمر او واورې امتزاج ډېر ښه راغلى دى،  شاعر خپل محبوب ته له لمر سره او ځان ته له واورې سره تشبيه وركوي، لمر واوره ويلې كوي، وايي كله چي په هجر كې  ځان د خپل جانان سيورى وګڼم نو (اور اور بدن) مي هم د واورې غوندې ويلې شي.

سليم راز د هغه پر دويمه شعري ټولګه (په لټون ستا د څېرې) په سريزه كې يو ځاى وايي:

"هغه مينه کوي او مينه عام کوي چې نېکي هم  ده، صداقت هم دی، انصاف هم لري او امن هم راوَلي خو دَ امن، انصاف، صداقت او مينې دَپاره امن ضروري دی ځکه دَ امن تبليغ او پرچار هم کوي او دا هر څه بنيادي طور دَ انسان سره تعلق لري ځکه هغه په خپلې شاعرانه فلسفه کې او تر څه حده فلسفيانه شاعرۍ کې انسان ته اوليت، فوقيت او اهميت ورکوي". ريښتيا هم د شوق په هر شعر كې د انساني مينې خبره شوې ده، هغه د انسانانو تر منځ د كركې د له منځه وړلو په ارمان وو. په يو بيت كې وايي:

دَ سرلوړۍ او دَ انا  په غال   کې
وَ خوړ  نفرت زموږ د کلونو تړون

 

په پورتني بيت كې په ډېر ښكلي شاعرانه طنز سره زموږ په ټولنه كې د سرلوړۍ نشې او د ځانغوښتنې چاپېريال ته د طنز په ژبه اشاره شوې ده، چي خلك مو سره پرې جنګېږي.

په (شلېدلي امېل) كې دوه قافييزې غزلې، درې قافييزه او څلورقافييزه غزل هم شته، چي د شعري جوړښت او فكر دواړو له پلوه ښې دي، ډېرى شاعران له صنعتونو سره جوړ نه دي او وايي چي په شعر كې بايد فكر او مفهوم ته ارزښت وركړل شي خو فكر كوم چي د څو قافيوي صنعت غوندې اكثره شعري صنعتونه د شعري رياضت لپاره دي چي شاعر وكولاى شي په شعر كې تجربې وكړي او د ښه شعر ليكلو هنر زده كړي.

دا د مينې لېونتوب دى كه جنون دى نه پوهېږم
زما د ويښو سترګو خوب دى كه ژوندون دى نه پوهېږم

كوڅه كوڅه د ژوندون سپېره پرته ده څوني
لمحه لمحه د سكون په وير اخته ده څوني

چېرې د چا غريبي، چېرې رسمونه د ښار
چېرې ستړيا ستوماني، چېرې خنډونه د لار

پورتنى لومړى بيت دوه قافييز، دويم درې قافييز او درېيم څلورقاييز دى، د قافيو په داسې تجرباتي شعرونو كې فكر، موسيقيت او وزن ته تاوان رسېږي، خو شوق هم د قافيو د صنعت شاعرانه شوق تر سره كړى، هم يې د شعر هنري او مانوي اړخ ته پام كړى دى.

شوق چي د ساړه زيارت د تاندې وڼۍ كلي يو كليوال شاعر وو، شاعري يې د خپل چاپېريال په سوچه او خوږو كلماتو هم مړه ده، همدا سبب دى چي د شعر ژبه يې ډېره روانه، خوږه، ساده او عام فهمه ده. د ځينو شاعرانو غوندې يې شعر ته تش د درنو كلماتو غاړګۍ نه دي ور په غاړه كړې، بلكې شعر يې د فكر او مفهوم له پلوه هم ډېر څه راته لري. د شوق كمال دا وو چي هر ډول شعر يې په ډېر استادانه ډول په داسې هنر وليكۀ چي كېداى شي ډېر ځيرك كره كتونكي هم د شعر د تخنيك، وزن او ژبې په برخه كې د پام وړ نيمګړتيا پكې پيدا نه كړي.

د شوق په شاعري كې ګڼ شمېر مروج كلمات په سيمه ييز او لهجوي تلفظ تړل شوي دي، ممكن دا كار يې د ډېرو لپاره له معياري ژبې د سرغړونې او باغيتوب په مانا وي، خو دا كلمې په داسې بڼه په شعرونو كې تړل شوي چي كېداى شي شاعر په غيرشعوري ډول دا كار كړى وي، كه يې د شعر هنري اړخ ته ډېر قوت نه دى وركړى، خو په شعر كې يې ډېر سلاست پيدا كړى دى. هغه د (يا، څومره، دومره او نه  پر ځاى لا، څوني، دوني او يه) تړي او شوق كله كله د ځينو كلماتو بڼه پخپله ور اړوي، مثلاً اووه رنګيځه، ستړجنه لار، مرګون او داسې نور ډېر توري شته چي شوق يې بڼه ور اړولې ده. دا كار يې كله كله د شعري اړتيا او موسيقيت له امله كړى او كله كله په دې خاطر كړى چي د ده د سبك په توګه وپېژندل شي.

په داسې وخت كې چي د ډيورنډ تر ناولې كرښې دې غاړې ته ازاد شعر هسې ساه اخيستې وه او څو په شمېر شاعرانو ازاد شعرونه ليكل، افضل شوق د لنډ ازاد شعر په قالب كې داسې نوې خبرې وكړې چي تر دې پخوا ممكن نه وې شوې. سرور سودايي د (شلېدلي امېل) په سريزه كې د شوق د ازادو شعرونو په اړه وايي:

"په لنډ نظم کې په خصوصي توګه افضل شوق چې څومره په قدرت خپل مافی الضمير څرګندولی شي، هغه ډېر کم شاعران کولای شي".

دى په خپلو ازادو شعرونو كې داسې موضوعات را اخلي چي د غزل په پرتله تر ذوقي او خيالي تمايلاتو يې فكري اړخ زورور وي او د ده ازاد شعرونه دا ځانګړتيا هم لري چي د لنډې كيسې غوندې يو غښتلى پيغام او خوندور پاى لري. د (بايللى واك) په نامه ازاد شعر به يې را واخلو:

تا د ډوډۍ د رانیولو په نیت

د پلار نیکه

      په میراث پاته توُره

چې د خپلواکه ژوند

  وروستۍ نخښه وه،

فقط په څو نوټونو څه خرڅه کړه؟

چې لوهارانو

       د بادار په حُکم

و تاته بیرته ترې بېړۍ جوړي کړې 

بايللى واك، معرى نظم سمبوليكه بڼه لري، چي د هېواد د تاريخي شتمنيو پلورلو ته پكې په ډېر هنر او غيرشعاري ژبه اشاره شوې ده. پورتنى نظم ليكل شوى د ازاد شعر په بڼه دى، خو دا بشپړ ازاد نه، بلكې ازاد معرى نظم دى، يانې يواځې رديف قافيې نه لري، د مسريو سېلابونه يې برابر دي، د كوزې پښتونخوا د ډېرى شاعرانو په ازادو شعرونو كې دا ستونځه شته چي بې رديف او قافيو شعر ته ازاد وايي او يوه مسرۍ په څو برخو وېشي. دا ستونځه د افضل شوق په ازادو شعرونو كې هم شته، د ده د (شلېدلي امېل) او (په لټون ستا د څېرې) اكثره ازاد معرى نظمونه دي، فقط د ازاد شعر يوه مسرۍ چي بايد په يوه ساه وويل شي په دوو او كله كله په درېوو مسريو كې سره وېشل شوې ده.

د شلېدلي امېل (تسليمې جذبې، د ضمير ږغ، دمامې (د انسان د خپلواكۍ په اړه ډېر شهكار نظم دى)، اوږد مزل (د هلك او نجلۍ د مينې تر منځ ټولنيز خنډونه، ښه انځور دى)، يوه پوښتنه (طبقاتي نظم، د وږي ماشوم انځور)، بېلېدل ګران دي) داسې نظمونه دي چي ډېرې نوې خبرې راته لري او ډېرې خبرې پر كېداى شي. دا نظمونه د فكر او هنر دواړو له پلوه شاهكار نظمونه دي. (په لټون ستا د څېرې) كې يې هم ډېر داسې نظمونه شته چي د موضوع د نوښت له پلوه يې ښايي د پښتو نظم په تاريخ كې سارى ونه ليدل شي. د شوق په شاعري كې د خپلې ټولنې پر خلكو، پر بېځايونو رواجونو، غيرانساني كړو وړو او په ځانګړې توګه د جنګ او زمريتوب پر وياړونكيو كلكې نيوكې شوې دي. (ته  به له بل سره سيالي څه وکړې ؟) ازاد شعر به يې سره ولولو:

ژړا په دې خبره نه   

چې ته بې کوره شولې

یا له  بچیانو څخه لرې 

او بې اوره شولې ،

ژړا په دې باندې کوم

چې ستا پتمنې جامې

دَ شېرین ورور سره په غال

داسې پینې پینې شوې ،

چې ته اوس شرم لا هم

سم پرې پُټولی نه شې

چرته شمله ؟

او دَ شملې دَ بیا ساتلو پښتو ؟

دا نظم هم زموږ د هغو وطنوالو پر مخ څاپېړه ده چي تش د ننګونو، مېړانې، زړورتيا او پت باټې ولي، خو په واقعيت كې دوى د خپلو ميندو، لوڼو او خويندو د پت او عصمت دوښمنان دي. تر نثر په شعر كې دا ډول نقد چي پكې د ټولنې ناوړه اعمال په ګوته شوي وي ډېر اغېز لري. د نظم موسيقيت، رواني او د ژبې خوږوالى هم د پام وړ دى.

په (انسان....شهيدان او غازيان) نظم كې شاعر انساني ظلم ته په پام سره وايي كشكې زه انسان نه واى، ځكه چي وايي يو انسان پخپله پر بل انسان ظلم كوي، بيا ځان ته انسان هم وايي. په دې نظم كې د انسان هغه حيثيت چي خداىج اشرف المخلوقات بللى، ډېر په ښه توګه په هنري بڼه وړاندې شوى دى.

(بيرغونه) زموږ د هېواد د اوږدې غميزې يو ډېر ښه انځور دى. دا نظم سبموليكه بڼه لري چي پكې د افغانستان پر هغو جنګياليو د طنز په ژبه نيوكه شوې ده چي د واك په هوس يې خپل هېواد تباه او هېوادوال بې كوره كړل. د دې نظم هنري اړخ ډېر زورور دى او په غيرمستقيم ډول حماسي رنګ او له وطن سره د شاعر مينه ظاهروي.

(پښتنې په خپل نظر كې) زموږ د ټولنې د ښځې ږغ دى، پر ښځو د نارينه وو له خوا ظلم او د هغوى پر حقوقو  تېرى چي يوه ښځه څومره ښه بيانولاى شي، نارينه يې هغومره توان او ادراك نه لري، خو شوق- چي د خپلې ټولنې د ښځې مظلوميت يې له نيژدې ليدلى- په دې معرى نظم كې يې د ښځې ژوند په خورا هنر او له درده په ډكه ژبه انځور كړى دى.

(جهاد فى سبيل الله) هم زموږ د جګړه ځپلي هېواد يو انځور دى، چي يو ورور بل ورور وژني او كونډه ورېنداره ځان ته كښېنوي. په دې نظم كې هم د هغو خلكو څېره بربنډه شوې چي د جهاد په ادعا خپل ورور- تربور وژني، خو مقصد يې د هغه ميراث، د هغه كونډه او د هغه هر څه د ځان كول وي.

پر ژوند مين شوق تل د ژوند لپاره شعر ليكلى، شعر يې د ژوند تابع ګرځولى او ژوند يې د مينې. يو شى چي د افضل شوق په ټوله شاعري كې يې زما پام ور اړولى، هغه د انساني مينې پرله پسې تبليغات دي، ده د انسانانو په زړونو كې د مينې زړي كرل او را زرغونول غوښتل، دا چي هغه يو سېلانى شاعر وو او د نړۍ پرمختللي ولسونه يې ليدلي وو، غوښتل يې چي خپل دا وروسته پاته ملت هم د مينې په سندريزو اذانونو را ويښ كړي خو ملت يې لا هم د بدبختۍ په درانه خوب ويده دى او ده هم زړه ستړى د تل لپاره سترګې ځنې پټې كړې. خپله مقاله به د ارواښاد افضل شوق د دويمې شعري ټولګې (په لټون ستا د څېرې) په وروستي ازاد معرى نظم پاى ته ورسوم، چي (وروستۍ دوعا) نومېږي:

دا مې دُعا  ده،

چې خالق دي دَ شېطان په لاره

چپ شوي ټول

دَ سړیتوب دښمنان

یَو په یَوه  …

دَ سپېلنیو غوندې کړي لوګی

په هغو باندې  …،

څوک چې دَ امن ، سوکالۍ

او دَ رڼا په خاطر

عُمرونه خوري په اندېښنو

خو، موسکاګانې وېشي

 

پاى

                                                            ۲۴ جون ۲۰۱۱م كال

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
۱۵۸