Lmar web

كوټه: د لمر خپرندويې ټولنې نوي خپاره شوي كتابونه

19.06.2011 08:01

كوټه: د لمر خپرندويې ټولنې نوي خپاره شوي كتابونه

 

موسمونه خو بدلېږي:

دا د كوزې پښتونخوا د ږوب سيمې د ځوان شاعر وزير خان (بهار ناصر) د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چي په كوټه كې لمر خپرندويې ټولنې خپره كړې ده. دغه كتاب په ۱۶۰ مخونو كې د پينځه سوه ټوكه په شمېر د كوټې په يونايټيډ پريس كې له ښكلې رنګه پوښتۍ سره په سپين كاغذ چاپ شوى دى.

په دې ټولګه كې د شاعر ۸۵ غزلې او نهه نظمونه راغلي دي او پر كتاب باندې نوميالي شاعر پروفيسر رحمت الله درد او باركوال مياخېل سريزې ليكلې دي.

بهار په ځوانانو كې د نوي رنګ او نوي سبك شاعر دى او شاعري يې په لږ وخت كې ډېر مينه وال پيدا كړل.

 

 

تږې هيلې:

 

دا هم د شاعر او ليكوال باركوال مياخېل د شعرونو دويمه ټولګه ده چي تازه په كوټه كې د لمر خپرندويې ټولنې له خوا خپره شوې ده. دغه كتاب هم په ۱۶۰ مخونو كې د پينځه سوه ټوكه په شمېر د كوټې په يونايټيډ پريس كې له ښكلې رنګه پوښتۍ سره په سپين كاغذ چاپ شوې دى.

په دې ټولګه كې د شاعر ۲۳ نظمونه او ۴۳ غزلې راغلې دي او پر كتاب باندې د كوهاټ سيمې تكړه شاعر كليوال خټك سريزه كښلې ده.

د باركوال مياخېل تر اوسه پورې لانديني كتابونه چاپ شوي دي:

 

۱.       د كاڼي اوښكې             (ژباړه: لنډې كيسې)

۲.       د لوېديځ دوه مخيتوب      (ژباړه)

۳.       دود (رواج)                (ژباړه: ناول)

۴.       د مينې زړى               (لومړۍ شعري ټولګه)

۵.       رنځور كليوال              (د لنډو كيسو لومړۍ ټولګه)

۶.       د څراغونو اوښكې         (د څلوريځو ګډه ټولګه)

۷.       مغرور مېږى              (ژباړه: د ماشومانو كيسې)

۸.       په شاتو كې زهر           (د لنډو كيسو دويمه ټولګه)

۹.       تږې هيلې                  (دويمه شعري ټولګه)

 

۱۵۸