Lmar web

درد ........... لنډه كيسه ....... باركوال مياخېل

11.06.2010 03:07

درد

 د ښځو نړيواله ورځ وه، د ښځو د حقوقو او پر ښځو باندې د زور زياتي په اړه سېمينار جوړ شوى و، تالار له ښځو او نارينه وو ډك وو، ويناوالې هم اكثره ښځې وې، چي اكثرو يې لوړې حكومتي څوكۍ لرلې او ځينې د شخصي موسسو كاركوونكې او څو تنه ښوونكې هم وې. دوى په وار- وار د ښځو د حقوقو په اړه خبرې كولې، هرې يوې به پر ښځو باندې د زور زياتي خبره ډېره كوله او ويل به يې چي تر څو پورې په ټولنه كې ښځې ته د قدر او احترام په سترګه ونه كتل شي او سياله ونه بلل شي، ټولنه به مو هم پرمختګ ونه كړي. په تالار كې چوپه چوپتيا وه، د هر مېلمه مخ ته به يوه سپينه كتابچه او يو قلم پروت و، ځينو به څه پر ليكل او ځينې مېلمانه به كرار ناست وو او د ويناوالو خبرو ته يې غوږ نيولى و. د ويناوالو په منځ كې د ښځو د چارو وزيره هم ناسته وه چي تورې عينكې يې په سترګو وې، سر يې هم نيم لوڅ نيم پټ و، عينكې به يې كله په سترګو كړې او كله به يې په وېښتانو كې وټومبلې، كله چي د خبرو بلنه وركړل شوه، ټول خلك يې په احترام ولاړ شول، وزيرې د مننې په توګه سر ورته وښوراوه او د دريځ مخې ته راغله.

د ښځو د چارو وزيرې هم د نورو ويناوالو غوندې په برسېرن ډول د ښځو ستونځې يادې كړې، خبرې يې له احساساتو ډكې وې، پر خپل حكومت يې نيوكې وكړې چي د ښځو د حقوقو او پر هغوى باندې د زور زياتي د مخنيوي لپاره يې چندان څۀ نه دي كړي. وزيرې د خپلو خبرو په پاى كې د سېمينار برخوالو ته ژمنه وركړه چي د خپل حكومت په پينځه كلنه دوره كې به د ښځو لپاره داسې خدمتونه تر سره كړي چي په بل هيڅ حكومت كې به نه وي تر سره شوي.

سېمينار پاى ته ورسېد، ټولو برخوالو تر تالار دباندې ډوډۍ وخوړله او بيا يو په يو د سېمينار له ځايه را ووتل. د ښځو د چارو وزيره هم له خپل يوۀ ساتونكي سره- چي غټ برېتونه يې وو او توپك يې په لاس كې و- خپل تور موټر ته وختله او د سترګو په رپ كې د سېمينار له ځايه را ووتله. د سېمينار برخوالو ښځو يې موټر ته ور وكتل خو دې د موټر تورې ښيښې پورته كړې، موټر يې په دوړو كې پټ او په يوه شېبه كې له سترګو نهام شو.

د وزيرې د موټر چلوونكي له وزيرې وپوښتل چي دفتر ته ولاړ شي او كه كور ته يې و رسوي، ځكه ماسپښين ته نيژدې وخت و او موټرچلوونكي يې ګومان كاوه چي د نور كله غوندې به يې ډېرې ښځې اوس هم د دفتر مخ ته ناستې وې او د خپلو ستونځو او بېوزلۍ فرياد به يې ورته راوړى وي، خو وزيرې په داسې حال كې چي عينكې يې په لاس كې وې او په لاس كې نيولې ورځپاڼې ته يې كتل، ورته وويل:

- د ښار لوى تجارتي مركز ته ځم.

موټرچلوونكي يې هم موټر د دفتر له لوري د ښار د لوى تجارتي مركز خواته را وګرځاوه. د ښار پر سړكونو زښته زياته ګڼه ګوڼه وه، خو هر چا به چي د وزيرې موټر وليد او و به يې پېژاندۀ چي د كوم لوړپوړي حكومتي چارواكي موټر دى، نو ژر به يې لاره ورته خوشې كړه، لږ ګړۍ وروسته موټر د لوى تجارتي مركز مخ ته ودرېد، وسلوال ساتونكى يې په بيړه له موټره را كښته شو، وزيرې ته يې د موټر دروازه پرانيستله، وزيره را كښته شوه، تورې عينكې يې په سترګو كړې او مخامخ تجارتي مركز ته ور ننوتله، ساتونكى يې هم تر شا ورپسې ورغى، نيم ساعت وروسته را ووتل، ساتونكي يې توپك له لاسه غاړې ته اچولى و او دواړه لاسونه يې د وزيرې له اخيستو شيانو ډك وو، وزيرې موبايل ټليفون غوږ ته نيولى و، له چا سره يې په كټ- كټ خندل، دواړه د تجارتي مركز د ودانۍ له لويې دروازې- چي په اتومات ډول پرانيستل كېدله- را ووتل، په لاره كې يوه سوالګره ناسته وه، چي يوه پښه يې پرې وه او څنګ ته يې لكړه ورته پرته وه، خيرن پيرن كالي يې اغوستي وو او د معوبينو رېړۍ ته يې تكيه كړې وه، وزيره چي نيژدې ورسره تېرېدله، دې د سوال لپاره يو لاس ور اوږد كړ او خير يې ترې وغوښت، وزيرې په تګ- تګ كې خپله په لاس كې ورسره نيولې د پيسو بټوه خلاسه كړه خو بيرته يې ژر د بټوې چين كش كړ او سوالګرې ته يې وويل:

- تل نارې مه را پسې وهه، ماتې راسره نه سته.

                                                                   ۱۰ جون ۲۰۱۰م كال

                                                                      سرينا هوټل- كوټه


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
۱۵۸