Lmar web

ذكيه غياثي، د ذكاوت څښتنه شاعره

21.05.2010 19:30

يادونه: خپلې ناليدلې همكارې شاعرې خور ذكيې غياثي  راته څو ورځې وړاندې خپلې لاندينۍ درې غزلې را لېږلې وې او راڅخه غوښتي يې وو، چي غزلې يې ولولم او نظر پرې وركړم. ما يې غزلې ولوستلې، دا چي څه راته پكې ښكاره شول، د غزل يا په ټوليز ډول د شعر په اړه د خپلې لږې مطالعې له مخې مي پر هره غزل جلا- جلا نظر څرګند كړ.     ((باركوال))

 

ذكيه غياثي- كابل

غزل

زما د دواړو سترګو تور جانانه
مينې دي كړمه سوی سكور جانانه

احوال مې اخله كله- كله اشنا
جوړ راته ستا په سر پېغور جانانه

چې هېروم دې نه هېرېږې رانه
زما قاتل، زما ټكور جانانه

په مرګ راضي خو ده وړه خبره
مينه كې شته دی كړاو نور جانانه

د غياثي ژوندون هم ستا ژوندون شه
ته د هر غم  مې يې غمخور جانانه

.............................................................................................

پورتنۍ يوولس څپيزه غزل ډېره روانه او له تخنيكي پلوه كوم عوارض نه لري. كه شاعره كوښښ وكړي او مطالعه جاري وساتي  په شعر كې به يې نوې خبرې موجودې وي، په پورتنۍ غزل كې موږ د لومړيو دوو بيتونو خيال ته نوى نه سو ويلاى، ځكه د جانان په هجران كې سوځېدل او په مينه كې د پېغور خبره اوس ډېره شاربلې شوې او زړه شوې ده، خو په درېيم بيت كې بيا نوې خبره اورو، چي د جانان يادونه هم د شاعرې لپاره وژونكي او قاتل دي او هم ورته ټكور وركوي، دا فكر كوم نوې خبره ده. په څلورم بيت كې هم نسبت نوې خبره شوې، خو كه د لومړۍ مسرۍ (راضي) تورى واړول سي ممكن په شعر كې نور خوند هم پيدا سي، دې توري بيت لږ دروند كړى دى او په مقطع كې د يوې ښځينه شاعرې ښځينه احساسات لولو، چي خپل ژوند هم خپل جانان ته وركول غواړي، ممكن داسې څه په نارينه شعر كې ونه لولو، دا بيت هم زما په نظر په زړه پورې دى.

 

 

غزل

 

څه بې اجله ګوزارونه کړي خمارې سترګې
چې په هر ځل راته را ګوري دا خونکارې سترګې

ګوره لاليه! خماري سترګې را اړوې ته
خوا دا عالم نيسي بيا ما ته ګناهګارې سترګې

زما لاليه ستا لومړي نظر مې زړه وړی دی
زه ناكراره يم چې نه وينم كرارې سترګې

زما د ژوند په بيه ارزي هغه ښکلی نظر
خدای خو دي نه کوي چې ستابه شي بيمارې سترګې

د غياثي که چېرې دا په وس پوره شي کله
د تا له سترګو به قربان کړي خپلې خوارې سترګې

........................................................................................................................

پورتنۍ پينځلس څپيزه غزل ده، چي ډېره روانه او له تخنيكي پلوه جوړه غزل ده. رديف يې كه څه هم ډېر زوړى دى او سترګې رديف ښايي په سلګونو ځله شاعرانو كارولى وي، خو د غزل نويو قافيو رديف ته هم له مانوي پلوه قوت وركړى دى. په پورتنۍ غزل كې هم زړې خبرې شته او هم نوې، په لومړي بيت كې ښايي ډېره نوې خبره نه وي شوې چي د جانان سترګو ته خونكارې سترګې ويل شوي او شاعرې يې ور كتل له ګوزارونو سره برابر بللي دي، په لومړي او دويم بيت كې دوه ځله (خمارې سترګې) كارول شوي، چي دا شعري كمزوري بلل كېږي. په دويم بيت كې فكر كوم ډېره نوې او په زړه پورې خبره شوې ده، شاعره په خپله ټولنه كې د مينې په اړه د خلكو ذهنيت انځوروي، وايي جانانه ته چي ماته را ګورې، نو بيا خلك د شك په توګه ماته سترګې را اړوي. درېيم بيت هم ښه بيت دى خو ډېره نوې خبره پكې نه ده شوې، په څلورم بيت كې شاعره بيا په مينه كې افراط ته رسېدلې، د خپل جانان پر يوۀ نظر خپل ژوند وركوي خو د جانان سترګې يې بيمارې پېرزو نه دي، دلته د (بيمارې سترګې) اصطلاح هم يو څه نوې ده چې پخوا مو ښايي د چا په شعر كې كمه تر سترګو شوې وي. په پينځم بيت يا مقطع كې هم د څلورم بيت غوندې د خپل جانان تر سترګو د خپلو سترګو د قربانولو خبره شوې ده، د سترګو قربانېدل هم يو څه نوې خبره ده، ځكه موږ په شعر كې د سر د قربانۍ خبره ډېره اورېدلې، خو د سترګو قربانېدل ممكن يو څه نوې خبره وي او دا چي شاعرې خپلې سترګې خوارې بللې دي، له دې هم يو ډول د مينې د سپېڅلتوب څرك لګېداى شي.

 

 

 

غزل

 

چې دي لاس په لاس کې راکړلو جانانه!
نيمايي لار کې مې مه پرېږده ناځوانه

دا د مينې راته څه ډول سوغات دی؟
چې د يار په بېلتانه يمه پرېشانه

اې جانانه که راځې نو غم دي يوسه
چې په ژوند کې يمه ډېره سرګردانه

په زنګي کيليو قلپ کله خلاصېږي
جدايي دې عشق کې نه غواړمه ګرانه

تا په عشق کې راته دښتې زرغونې کړې
اوس تورتم کې يمه ژاړم له ارمانه

غياثي نور ژوند کومه ملا تړمه
داسې ژوند چې يې هر څه وي په اسانه

......................................................................................................................

پورتنۍ غزل هم د تېرو دوو غزلو غوندې روانه او له تخنيكي پلوه جوړه روغه غزل ده. دا غزل بيا له تېرو دوو غزلو څخه په توپير سره دوولس څپيزه غزل ده، له دې څخه څرګندېږي چي شاعره په هر وزن كې د غزل ليكلو توان لري  او پورتنۍ غزل له تېرو هغو څخه يو بل توپير هم لري، هغه دا چي قافيه واله يا مقفى غزل ده او رديف نه لري. قافيه والې غزلې له هنري پلوه ډېره خوندورې غزلې نه بلل كېږي، خو زموږ شاعره بريالۍ شوې چي ښه غزل پكې وليكي او دا غزل د هغو نورو په پرتله شپږ بيتونه لري.

د پورتنۍ غزل په مطلع كې شاعرې له خپل جانان څخه هيله كړې چي يواځې يې پرې نه ږدي، خو د (ناځوانه) كلمې كارول د يوې ښځينه شاعرې لپاره د جرئت تر څنګ، په مينه كې د بې پروايۍ څرګندونه هم كوي، چي ښايي د پښتو شعر دوديز بهير ته په پام سره پر ډېرو ښه ونه لګېږي، خو د شعر خوند يې زيات كړى او نوښت يې پكې پيدا كړى دى. دويم بيت كې د يار د بېلتانه، زړه او بېخي تكراري خبره شوې ده.

په درېيم بيت كې بيا شاعره د جانان د غمونو تر څنګ- چي جانان ته وايي چي كه راځې نو غمونه دي راڅخه يوسه- د ژوند غمونه هم يادوي، موږ په اكثرو شعرونو كې د شاعرانو داسې مبالغې وينو چې يواځې او يواځې د جانان د بېلتانه غمونه يادوي، خو زموږ شاعره په ريښتينې توګه د جانان او ژوند غمونه دواړه سره غوټه كوي او شعر يې رياليستيكه بڼه خپله كړې ده.

په څلورم بيت كې يې جدايۍ ته له زنګي كيليو سره تشبيه وركړې ده، فكر كوم نوې خبره شوې ده، چي خپل محبوب ته وايي كه ته راسره وصل نه يې، د كولپ غوندې به مي خوشالۍ تړلې وي او د خوشاليو دا كولپ د جدايۍ په زنګ وهليو كيليو نه خلاسېږي، كه څه هم تشبيه ډېره واضحه نه ده، خو دا چي يو څه نوې خبره ده ښه بيت يې بللاى شو.

په پينځم بيت كې هم له جانان څخه د جدايۍ ارمان بيان شوى دى، د بيت دواړې مسرۍ د مضمون په لحاظ سمې سره پيوند شوې نه دي، خو څوك يو څه ترې اخيستلاى شي، شاعره په لومړۍ مسرۍ كې وايي د جانان مينې ورته دښتې زرغونې كړې دي او زرغونه دښتونه د خوشالۍ د سمبول په مانا كارول شوې دي، خو په دويمه مسرۍ كې يې بيا تورتم او ژړا په برخه دي.

په مقطع كې شاعره راته وايي چي نور ژوند كومه ملا تړمه، د دې مانا دا چي تر دې پخوا يې ژوند كاوه خو د ژوند په مفهوم نه پوهېدله، په دې بيت كې هم په نامستقيم ډول مينې ته اشاره شوې ده چي شاعره د مينې ژوند خوږ او اسانه بولي او د مينې پر لاره ژوند كولو ته ملا تړي، مګر پر دې بيت يو څه د ايهام د صنعت سيورى هم خپور وينو، چي هم ورڅخه د مينې پر لاره د ژوند كولو مفهوم اخيستلاى شو او هم ورڅخه له مينې څخه د لاس اخيستلو مفهوم، ځكه مينه هم د ډېرو په نظر اسانه كار نه دى او نه هم د مينې پر لاره تګ اسانه كار دى.

په ټوليز ډول ويلاى شو چي ذكيه غياثي خور زموږ د اوسمهال په ښځينه شاعرانو كې تكړه شاعره ده، خو هغه وخت به لا تكړه شي كه شعر ته جدي پاملرنه وكړي، مطالعه وكړي او وس وكړي چي شعر يې لوستونكيو ته نوې خبرې ولري.

 

باركوال مياخېل- كوټه

 

 

۱۵۸