Lmar web

يوسف جان اتمانزى; يو زړور او هڅاند خبريال

14.01.2010 20:12

 

يوسف جان اتمانزى

                                    يو زړور او هڅاند خبريال

 هر څوك چي يو كسب كوي خپل كسب ډېر ګران ورته ښكارېږي او ورڅخه ستړى وي او داسې فكر كوي چي نور نو د ژوند هر كار او د هر چا كسب اسانه دى. ځينې كسبونه داسې وي چي په زدكړه او شاګردۍ سره زده كېږي چي هر عادي كس يې زده كولاى شي او ځينې كسبونه بيا نه يواځې شاګردۍ ته اړتيا لري بلكې زياته ځيركتيا، حساسيت او ځانګړې شعوري ويښتيا ورسره شرط وي، چي له هغو كسبونو څخه يو هم ژورناليزم يا خبريالي ده.

ډېرى هغه خلك چي د يو خبريال كوم رپوټ له راډيو څخه اوري او يا يې د ټلويژن پر پرده ويني، ډېر اسانه كار ورته مالومېږي او داسې ګڼي چي دا دوه مينټه يا درې مينټه رپوټ جوړول نو څه ګران كار دى، خو (مځكه هغه سوځي چي اور پرې بل)، زور يې هغه چاته مالومېږي چي د راډيو يا ټلويژون له لارې د خپرېدونكي لنډ رپوټ لپاره مالومات را ټولوي، له خلكو سره مركې كوي، د كار خبرې ورڅخه را باسي، په روانه او ساده ژبه سكرپټ ورته ليكي، لولي يې، اېډيټ كوي يې او بيا يې خپلې ادارې ته استوي، دا هر څه د پردې تر شا كېږي او ليدونكي اورېدونكي ورڅخه نۀ خبرېږي، دوى يواځې تيار رپوټ اوري يا يې ويني، ځكه دوى ته خبريالي تر بل هر كار ډېر اسانه او بې زحمته كار ښكارېږي خو فكر كوم دا كار تر نورو كارونو زياته ذهني ستړيا او مسووليت (ذمه واري) لري.

موږ د ژورناليزم (صحافت) په اوسني چټك او پرمختللي بهير كې وينو چي د رسنيو (مېډيا) ګڼ شمېر خپرنيزې وسيلې (راډيو، ټلويژن، انټرنيټ او ورځپاڼې) په كار بوختې دي او په بېلابېلو ژبو د ژوند په هره شېبه كې د روانو چارو تر څنګ د ژوند پر هراړخيزو موضوعاتو باندې خپرونې كوي او په دغو ټولو رسنيو كې كاركوونكي خبريالان هڅه كوي د خپلې ادارې له پاليسيو سره سم د نوي ژورناليزم د اصولو په روڼا كې كار وكړي او د خپلې ټولنې هره پېښه، ستونځه او هراړخيز فعاليتونه نړۍ ته وښيي، دا چي په دې برخه كې پر څۀ ډول خبريالانو حساب كېداى شي او چاته ښه او ځيرك خبريال ويل كېداى شي، موږ به د خپلې پوهې او د خپلې ټولنې ستونځو ته په پام سره يو كارنده او هڅاند خبريال او پر ځاى ناست بې كاره خبريال د دوى د كارونو په روڼا كې سره پرتله (مقايسه) كړو، بيا به نو پرېكړه ولس ته پرېږدو چي د ښۀ خبريال پټكى چاته ور تړي.

خيبر ټلويژن- چي په پاكستان كې د پښتو ژبې يواځينى نړيوال چينل دى- په لر او بر پښتني وطن كې او همدا رنګه په كراچۍ او عربي اماراتو كې ګڼ شمېر كاركوونكي او خبريالان لري چي هر يو يې د خپل كار او فعاليت له امله په هماغه اندازه پېژندل كېږي، كار يې ارزول كېږي خو زما د كمې ژورناليستي تجربې او پوهې له مخې په دوى ټولو كې ښاغلى يوسف جان اتمانزى ځيرك، زړور او هڅاند خبريال دى، چي د دې خبرې ثبوت خپله د دۀ د هر رپوټ څو ځله او په پرله پسې توګه خپرېدل دي. كه څه هم د يوسف جان ډېرى رپوټونه له تخنيكي پلوه يو څۀ كمزوري وي او په ښه هنري توګه سره پيوند شوي او منظم شوي نۀ وي او وېډيويي تصويرونه يې په ښكلې بڼه اېډيټ شوي نه وي، خو د موضوعاتو د ټاكلو او پر هغو باندې د كار كولو په برخه كې ښاغلى يوسف جان تر نورو خبريالانو ځكه ځانګړى امتياز لري چي يو خو نوموړى پر ټولنيزو ستونځو كار كوي، د خلكو د ژوند لوېدلى حالت يې ځوروي او چارواكي ترې خبروي، بل دا چي نوموړى په خپلو رپوټونو كې ډېر خوږ نقد او طنز كوي چي دا هم د يوې ستونځې په هوارولو كې ډېر مهم رول لري او دا د يوۀ په كار پوه خبريال ښېګڼه او ځانګړتيا بللاى شو. موږ به د بېلګې په توګه د ښاغلي يوسف جان اتمانزي د ځينو رپوټونو د ښه والي غوره ټكي په ګوته كړو:

(۱) يوسف جان په پېښور بازار كې ګرځي او د هغو شخصي ليبارټريو په اړه ځان او ولس پوهول او مالومات تر لاسه كول غواړي چي هغه د حكومت له اجازتنامې پرته كار كوي او په دغو ليبارټريو كې د نامسلكي او بې تجربې خلكو د كار له امله د ناروغيو د ناسم تشخيص علتونه څېړي. د دۀ دا رپوټ كه يوې خواته خلكو ته د حكومت بې غوري ور په ګوته كوي چي ګڼ شمېر ليبارټرۍ په ناقانونه توګه كار كوي، خو بلې خواته عادي خلك په دې خبره پوهوي چي كه يې د ناروغۍ سم تشخيص ونۀ شي نو ناروغي يې نه شي ښۀ كېداى، نو دوى بايد د ډاكټر له مشورې پرته په بازارونو كې هرې ليبارټرۍ ته ور نۀ شي چي هغوى يې د ناروغۍ تشخيص هم ونۀ كړي او خداى مۀ كړه د استعمال شوي سرينج په وسيله يې په بدن كې نورې زيانمنې او مضرې ناروغۍ خپرې شي. فكر كوم دا ډول موضوع د يوۀ عادي خبريال تر فكري سويې لوړه ده چي د طب په برخه كې دي هم خلكو ته دومره پوهه وركړي.

(۲) يوسف جان د پېښور ښار په كوڅو كې ګرځي او له هغو كورنيو سره خواخوږي كوي چي د كورنۍ غړي يې په بمي چاودنو او ځانوژونكيو بريدونو كې وژل شوي وي، كه څه هم دا كار د اكثره ټلويژنونو خبريالانو وكړ او كوي يې، خو يوسف جان چي د هرې غمجنې كورنۍ له غړيو سره خبرې كوي، په داسې له درد او خواخوږۍ ډكه لهجه خبرې كوي چي كه هر څومره د كاڼي زړونه يې وي، د هغو تر سترګو به هم اوښكې ورته را وڅڅېږي، په دې رپوټ كې نوموړى يوې خواته حكومت له دغو كورنيو سره په مرستو نه كولو ملامتوي، په خوږ نقد او طنز ورته وايي: (زما وزير اعلى صاحب څۀ خبر دى چي زما د دې وژل شوي ورور په كور كې څه حال دى؟) او همدا رنګه وسلوال طالبان په داسې دردمنه او له رحم ډكه لهجه مخاطبوي چي ورڅخه د خپل ځپلي ولس لپاره د سولې او امن غوښتنه كوي او په ډېره له مينې ډكه ژبه- چي سترګې يې هم له اوښكو ډكې وي- ورته وايي چي نور ټوپك وغورځوئ او نور خپل وروڼه مۀ وژنئ او نور خپل كور ته اور مۀ اچوئ. په دې رپوټ كې ښاغلى يوسف جان ځان د يوۀ بامسووله او ذمه واره خبريال په توګه را څرګندوي او خلكو ته له جګړه ځپليو كورنيو سره د غمشريكۍ او خواخوږۍ احساس وركوي، چي له يوۀ بااحساسه خبريال څخه همدا هيله كېداى شي.

(۳) يوسف جان د يوۀ بې مانا خبري كنفرانس پر ځاى، په پېښور كې يوۀ روغتون ته ورځي او په بمي چاودنو كې له هغو اغېزمنو شويو كسانو سره د زړۀ خواله كوي چي د خپل بدن غړي يې لاسه وركړي وي او دې بې دردې ټولنې هم د (معذور) په نوم نومولي وي. يوسف جان پر ځاى د دې چي له يوۀ تن څخه وپوښتي چي كه پښه يا لاس دي جوړ نۀ شي بيا به څه كوې؟، بلكې د هغوى د زړۀ را پورته كولو لپاره له هغوى سره د ژوند خبرې كوي، هغوى ته حوصله وركوي، هر يوۀ ته وروركيه، لالا، بابا او زړګيه خطا كوي، له هغوى څخه سندرې اوري، ورسره خاندي، د تېرو وختونو خبرې او خاطرې ورڅخه اوري، خو ورسره په څنګ كې حكومت او ولس د دغو اغېزمنو شويو خلكو له روغتيايي ستونځو خبروي، له دوى سره د ډاكټرانو او د روغتون د كاركوونكيو پر چلند خبرې كوي، چي ځينې يې ستايي او ځينې ورڅخه شكايت كوي. دا ډول تصويري يا انځوريز رپوټونه ډېر زيات اغېز لري او ډېره ژر نتيجه وركوي چي نه يواځې د ټولنې خلك له دا ډول اغېزمنو (معيوبو) خلكو سره مرستې او خواخوږۍ ته هڅوي، بلكې حكومت هم مجبوره كوي چي د دغو خلكو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وكړي.

(۴) يوسف جان د پېښور ښار په يوه څنډه كې ګرځي او له هغو تش په نامه حكيمانو يا طبيبانو سره خبرې كوي چي نه يې د كتاب مخ ليدلى وي او نه يې طب (ډاكټري) لوستى وي او د يوۀ عادي كسب غوندې يې طبابت هم له پلار او نيكه په ميراث ور پاته كار ګرځولى وي، پر خلكو داسې څه د دوا او درملو په نوم پلوري چي نه يواځې ناروغي يې ورسره نۀ ښه كېږي، بلكې ناروغي يې نوره هم زياتېږي او بيا نو د مرګ او ژوند پر پوله ولاړ وي. په دې رپوټ كې ښاغلى يوسف جان يوې خواته د حكومت او د روغتيا وزارت دا كمزوري په ګوته كوي چي څنګه داسې عادي خلك په غيرقانوني توګه د سړك يا د اورګاډو د پټلۍ پر څنډه ناست وي او خلكو ته زيانمنې دواوې وركوي، خو ورسره د خپلې ټولنې د خلكو، په ځانګړې توګه د پښتنو د بې علمۍ او ناپوهۍ انځور هم وړاندې كوي چي د ګڼ شمېر پوهو ډاكټرانو په شتون باوجود دوى پر داسې ټګانو را غونډ وي او د هغوى د جهالت په اوكلۍ كې كوټل شوې دواوې ترې وړي او خپل ژوند په تباه كوي.

كېداى شي چي د ښاغلي يوسف جان اتمانزي پر هر رپوټ باندې همدومره خبرې وشي، خو موږ يواځې د هغۀ پر پورتنيو څلورو رپوټونو باندې روڼا واچوله او په دې توګه څرګنده شوه چي ښاغلى يوسف جان د ريښتينې خبريالۍ پر لاره روان خبريال دى، نه هغه چي تش په نامه خبريالان وي او هيڅ نه د ټولنې د وګړيو درد درك كولاى شي او نه د حساس زړه او ذهن خاوندان وي چي د ټولنې ناوړه كارونه، ناوړه پېښې، ستونځې پرې منفي اغېزه وكړي او كرار ته يې پرې نۀ ږدي، تر څو چي مايك او قلم يې نۀ وي را اخيستي او له هغو ناخوالو څخه يې- چي دى ځوروي- د ولس او حكومت په خبرولو سره خپل ضمير او وجدان نه وي مطمين كړى.

دا چي يوسف جان په پېښور كې كار كوي او پېښور خو پېښور دى كه نه، نو ارومرو به يې د نورو بااحساسه پښتنو غوندې زړۀ درد كوي خو وس به يې نۀ رسېږي، مګر پر دې برسېره چي- كله مي پېرزو شې په بمونو پېښوره- د پېښور امنيتي حالات ښۀ نۀ دي او د يوۀ خبريال لپاره په ازاده توګه كار كول او هره موضوع په پراخ ډول څېړل ګران او له خطره ډك كار دى، خو يوسف جان چي غواړي د تل لپاره خپل ولس، ضمير او خداى ته ريښتينى و اوسېږي، له هيچا څخه خطر نۀ احساسوي او يو په بل پسې پر داسې موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي چي واقعاً د ستايلو وړ او بې جوړې دي.

ښايي ډېر خبريالان چي د ژورناليزم رسمي زدكړې به يې كړې وي او تيوري به يې لوستې وي، خو هغه څۀ چي د انسان زړۀ خوږوي او حساسيت پكې پيدا كوي، كار ته يې هڅوي هغه د ژورناليزم تيوري او اصول ورته نۀ شي وركولاى، سره له دې چي زه له ښاغلي يوسف جان اتمانزي سره د دې ليكنې تر وخته پورې نه پېژنم، نۀ مي ورسره خبرې شوې او سره ليدلي خو مو بېخي نه دي، خو دومره ويلاى شم چي د يوسف جان د ښې خبريالۍ لامل به دا نۀ وي چي دۀ به د ژورناليزم په ډګر كې ډېرې زدكړې كړې وي، بلكې يواځينى لامل به يې دا وي چي "حساس خلك ژوند ته په ژور نظر كتنه كوي او بې احساسه خلك ژوند ته په برسېرن او سرسري نظر ګوري". كه موږ د يوسف جان اتمانزي غوندې څو نور ځيرك، زړور او هڅاند خبريالان ولرو نو رسنۍ به مو د ستونځو په له منځه وړلو كې ډېر مثبت او په ريښتينې مانا ډېر غوره اغېز ولري.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
۱۵۸